اندونیزیا٬ په مسافر وړونکې بېړۍ کښې د اور لګېدنې له امله د مړو شمېر 13 ته ورسېد٬ 263 تنه بچ كړې شؤ

جکارتا ۔25اکتوبر (اے پی پی) د اندونیزیا په نوسا ټینګارا صوبه کښې په یوه مسافر وړونکې بېړۍ کښې د اور لګېدنې له امله د مړو شمېر 13 ته رسېدلی او 263 تنه بچ كړې شوي دي۔ د چين د خبر رسنې ادارې له مخې د صوبې د لټون او رېسكيو دفتر د عملياتو د څانګې مشر سيد رحمانجايا وئيلي چې د مرستې کارکوونکو تر اوسه د 13 تنو مړي راويستلې دي او دا مهال د مرستې او لټون عمليات روان دي۔ د صوبائي ډيزاسټر مېنجمنټ چارواكو وئيلي چې شانتيكا لېستاري نومې سمندري بېړۍ كښې هغه مهال اور ولګېدو كله چې هغې د سرښار كپانګ په اوبو سفر كولو سره الور ضلعې پلو روانه وه۔