اسرائيلي ځواكونو نور 4 فلسطينيان شهيد ٬ 19 ژوبل كړل

مقبوضه بېت المقدس ۔25 اکتوبر(اے پی پی) اسرائيلي ځواكونو د ترهګرۍ خپلو كارروائيو په مهال په مقبوضه لويديزه سيمه كښې نور 4 فلسطيني وګړي شهيد او 19 ژوبل كړې دي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې د فلسطين د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي چې د نهې په ورځ سهار د مقبوضه سيمې په نابلس ښار كښې اسرائيلي ځواكونو ډزې كولو سره 3 فلسطيني وګړي شهيد او 19 ژوبل كړل په كومو كښې چې د درې حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ وزارت وروستو اطلاع وركړه چې په رام الله كښی د پوځ د ډزو په نتيجه كښې هم يو فلسطيني وګړے شهيد شوے چې ورسره د شهيد شويو فلسطيني وګړو شمېره 4 ته ورسېده۔ بلخوا اسرائيلي پوځ پوليس او استخباراتي ادارې سره په ګډه يو بيان كښې د دې خبرې تصديق كړې چې دوئي په نابلس كښې په لويه كچه كارروائي كړې ده۔