د سېلاب ځپليو په مرسته كولو د يو اے اي مننه كوؤ٬ د سندھ اعلی وزير

کراچی۔22اکتوبر(اے پی پی) د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه وئيلي دي چې د سېلاب ځپليو په مرسته كولو د يو اے اي مننه كوؤ٬ ځپليو سيمو څخه زياتره اوبه ويستلې شوي دي۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې ددې خيالاتو څرګندونه ده د يو اے اي سفير حماد عبېد ابراهيم الزابي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د سندھ اعلی وزير ووئيل د غنمو غوره كر سره به راروان كال د غنمو د كمي كومه مسئله كه لويے څښتن ته منظور وي نه وي۔ ده ووئيل د يوكرېن جنګ د لاسه په منطقه كښې د غنمو كمې رامخې ته كېدې شي٬ له دې كبله بايد دغنمو سم بندوبست وكړے شي۔ ده ووئيل هڅه ده چې زر تر زره د سېلاب ځپليو د كورونو د بيا رغونې او بحالۍ كار پېل شي۔ د یو اے ای سفیر حماد عبید ابراهیم الزابی په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان زمونږ ورور هېواد دے او مونږ ټول عمري له د ازمېښت په وخت يو بل ته نزدې پاتې شوې يؤ۔ سفير ووئيل يو اے اي په هر ډول د سندھ اولس سره ولاړ هېواد دے۔