د روان كال په مهال دعمرې 20 لكه وېزې صادرې شوي دي٬ د سعودي د حج ٬ عمرې وزارت

مکہ مکرمہ ۔21اکتوبر (اے پی پی) د سعودي د حج او عمرې وزارت وئیلي چې د روان کال د هجري کال له پېله تر اوسه 176 هېوادونو ته له 2 مېلیونو څخه زیاتې د عمرې ویزې صادرې شوې دي۔ د حج، عمرې او زیارت د ملي کمېټې غړي العمېري له العربیه نېټ سره په خبرو کښې ووئيل چې نزدې 150 شرکتونه حاجیانو ته له راتګ څخه تر بېرته روانېدو پورې معياري خدمات وړاندې كوي۔ هغه ووئيل چې سږ کال د عمرې زائرين تر ټولو زيات شمېر د اندونيزيا، عراق، ترکيې، پاکستان، ماليزيا، هند او آذربايجان سره تعلق لري. ده ووئيل په راروانو ورځو كښې به نورو هېوادونو څخه زيات شمېر عمره كوؤنكي زمونږ مملكت ته راورسي۔