نوے ډيلے ۔20 اکتوبر(اے پی پی) هندي وزيراعظم نرېندر مودي پاك هند پولې ته نزدې په قطبي ګجرات كښې د نوي ايئربېس د بنياد تيګه اېښودلې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د ایئر بېس د بنياد تيګه په ګجرات رياست كښې د دفاعي نندارتون او انډين اوشين رام اېسوسي اېشن د دفاع وزيرانو غونډې څخه وروستو اېښودلې شوې ده په كوم كښې چې يو شمېر افريقي هېوادونه شامل دي۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې وزيراعظم نرېندر مودي ووئيل دا بېس به د هېواد سلامتيا لپاره د يو فعال مركز په توګه رامخې ته شي۔ ده د پخواني وزيراعظم جواهر لعل نهرو حواله وركولو سره ووئيل چې اوس وخت بدل شوے دے٬ وړاندې به كونترې خوشې كولې شوې او اوس پړانګان۔ جواهر لعل نهرو به په خصوصي ورځو او موقعو كونترې خوشې كولې٬ نرېندر مودي په دې ورستيو كښې افريقا څخه راوړلې شوې د پړانګانو يو ګروپ خوشې كړې وو۔ نرېندر مودي د دفاعي نندارتون پرانستې څخه وروستو خپل خطاب كښې ووئيل هندي ځواك په وسله جوړولو كښې په خپلو پښو ودرېدو پلو روان دے۔ ده ووئيل دا ايئربېس به د هېواد سلامتيا لپاره د يو فعاله مركز په توګه رامخې ته شي۔