کوالالمپور ۔20اکتوبر(اے پی پی) په ملائیشیا كښې ټولې ټاكنې د راروانې نومبر مياشتې په 19 مه نېټه كېږي۔ امريكائي مجلې د ملائيشيا الېكشن كمېشن لخوا د زيارت په ورځ د جاري كړې شوي بيان حواله وركولو سره وئيلي چې وزيراعظم اسماعيل صابري يعقوب د روانې مياشتې په 10 مه نېټه پارليمنټ تحليل كړے او د فوري ټاكنو كولو غوښتنه كولو سره يۍ وئيلي وو چې دې ټاكنو سره به له كلونو څخه روان سياسي عدم استحكام ختم شي۔ په دې الېكشن كمېشن په ګرد هېواد كښې د نومبر په 19 مه نېټه د ټاكنو كولو اعلان كړے دے۔