واشنګټن 19 اکتوبر (اے پي پي) امريکې د دې خبري اعتراف كولو سره وئيلي چې پاکستان د ترهه ګرۍ له امله زيات ځپلے شوے دے،دا هيله څرګنده شوې چې پاکستان به د ټولو ترهه ګرو په ضد پرله پسې ګامونه پورته كوي ،د ترهه ګرۍ مخنيوي له پاکستان سره قوي همكارۍ كښې خوښي لرؤ۔ د امريکې د خارجه څانګې وياند ويدانت پټيل د معمول نيوز بريفنګ په مهال ووئيل ډير كم هېوادونه داسې دي كوم چې د پاكستان په شان د ترهه ګرۍ له امله ځپلې شوي وي او د تحريك طالبان پاکستان په څير د ترهه ګر ډلو د اړخه سيمه ايز استحکام او سيمه ايزې سلامتيا ته د پېښو خطرو مخنيوې د زمونږ په ګټه دے۔ ده ووئيل امريکا د ترهه ګرۍ مخنيوي له پاکستان سره قوي همكارۍ كښې خوښي لري او هيله ده چې پاکستان به د ټولو ترهه ګرو په ضد پرله پسې ګامونه پورته كوي۔