سائو پائولو۔19اکتوبر(اے پی پی) د برازيل په سوئيلي ايالت پاران كښې له يوې اونۍ راهېسې د روانو سختو بارانونو ٬ لېنډ سلائيډنګ او د سېلابي چپو د لاسه د مړو شمېره 6 شوې ده۔ د چين خبري اژانس رپورټ له مخې په پاټو برانکو نومې ښار كښې يو موټر سېلابي چپې په مخه كړو چې په نتيجه كښې يۍ په دې كښې د ناستې كورنۍ 6 كلن او 8 كلن دوه كوچنيان مړه شول۔ په يوه بله پېښه كښې د سېلاب د لاسه 4 كسان مړه شوي۔ د رپورټ له مخې د دې سختو بارانونو د لاسه په پارانا ايالت كښې 38 وګړي ځپلې شوي او 2275 كسان خپل كورونه پرېښودلو سره محفوظ ځايونو ته منتقل شوي دي۔ بلخوا د سختو بارانونو د لاسه د برازيل او ارجنټائن په پوله د سېلګرۍ پارك اېګوآزورنېشنل پارك سېلګرو لپاره بند كړے شوے دے۔