اېبټ آباد ۔ 18 اکتوبر (اے پی پی) په ايوب ټيچنګ هسپتال كښې د سيينې كېنسر تشخيص له وېړيا مېډيكل كېمپ ولګولے شو په كوم كښې چې په اولنۍ ورځ د 35 رنځورانو معائنه وكړې شوه۔ دا كېمپ به د روانې مياشتې تر 22 مې نېټې دوام لري۔ د میډیا ډیپارټمنټ اے ټی اېچ له مخې ټول رنځوران د هزارې د بېلا بېلو ضلعو څخه ايوب ميډيكل ټيچنګ هسپتال ته معائنه لپاره راغلل۔ چیئرپرسن سرجري پروفېسر ډاكټر غزاله بھټي په مشرۍ كښې طبي ډلې د دې رنځورانو معائنه وكړه۔ د رنځورانو وېنا وه چې په ايوب ټيچنګ روغتون كښې دا آسانۍ د رنځورانو لپاره ګټه ورې دي ځكه چې دې نه وړاندې به درملنو لپاره پېنډۍ يا پېښور ته تلل وو كوم چې دوي لپاره يو ګران كار ؤ ۔ دا خبره دې ياده وي چې مېرمنو لپاره دا مخصوص كېمپ د هزارې اولنے كېمپ دے