کېنبرا۔18اکتوبر (اے پی پی) اسرائیلی حکومت د مقبوضه بېت المقدس په اړه د دريځ په بدلولو په تل ابيب كښې د آسټريلوي سفير طلب كولو او د ده په وړاندې د احتجاج كولو اعلان كړے دے۔ د آٓسټرېلوی ورځپانڼې رپور له مخې د اسرائيلي وزيراعظم یائر لاپید لخوا په جاري شوي بيان كښې د آسټرېلوي حكومت لخوا د بېت المقدس په اړه د دريځ په بدلولو د حېرانتيا څرګندونې سره وئيلې شوي چې دا پرېكړه تادۍ سره شوې ده۔ د اسرائیلی خارجه وزارت وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې په اسرائيل كښې د آسټرېليا سفير پال ګرفتھس به طلب كولې او ده څخه به د آسټرېلوي حكومت لخوا په پالېسۍ كښې د بدلونو په اړه سپيناوې غوښتلې شي۔ دې نه وړاندې آسترېلوي خارجه وزير پېني وونګ ووئيلې وو چې پخواني آسټرېلوي حكومت د امريكا په تقليد كښې مقبوضہ بیت المقدس د اسرائيل پلازمينه منلو پرېكړه په ټاكنو كښې د كاميابۍ ترلاسه كولو له كړې وه او ده ته په دې خبره افسوس دے چې ددغې پرېكړې د لاسه اوسني حكومت د دغې معاملې په اړه د خپل دريځ په بدلولو مجبور شوے۔ ده په كال 2018 كښې د آسټرېلوي حكومت لخوا بېت المقدس د اسرائيل پلازمينې منلو پرېكړه يو اړخيزه او خطرناكه وګرځوله۔