خېبرپښتونخوا کښي د راتلونكو 24 ساعتو په مهال د بارانونو د نوې لړۍ پېل كېدو امکان دے

پېښور ۔ 18اکتوبر(اے پی پی) خېبرپښتونخوا کښي د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال د بارانونو د نوې لړۍ پېل كېدو امکان دے كومه به چې دمه په دمه تر جمعې ورځې دوام لري۔ د موسمياتو محکمي د صوبائي ډيزاسټر منېجمنټ ډي جي شريف حسېن وېنا ده چي د خيبرپښتونخوا په لوړو سيمو کښي د تېزو بارانونو او واوري وريدو امکان دے٬ د بارانونو دمه په دمه د ورېدو نوې لړۍ به تر جمعې ورځې دوام لري۔ ده ووئيل اړوندو ادارو ته پېشګي او ضروري اقدامات كولو له هدايات جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل د بارانونو او واورې ورېدو په مهال د كومې ناسمې پېښې په اړه دې اطلاع د صوبائي ډيزاسټر منېجمنټ په هېلپ لائن 1700 وركړې شي۔