روسيه ٬ د الوتكې پرېوتو پېښه ٬ د 3 ماشومانو په شمول 13 كسان مړه ٬ 19 ژوبل

ماسکو۔18اکتوبر(اے پی پی) د روسیې یوه پوځي الوتکه سوخوی اېس يو -34 د تربيتي الوتنې په مهال يوکرېني پولې ته نزدې د استوګنې په یوه سیمه کښې ولوېده چې له امله یې د 3 ماشومانو په ګډون 13 کسان مړه او 19 نور ټپیان شول۔ د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، روسي چارواکو وئیلي چې دا پېښه تېر ماښام يوكرېني پولې ته نزدې د استوګنې په یوه سیمه کښې رامخې ته شوه چې له امله يۍ د استوګنې په یوه 9 پوړیزه ودانۍ کښې اور ولګېدو په كومه كښې چې 600 كسان وسېدل۔ د پېښې په نتيجه كښې د 3 ماشومانو په شمول 13 كسان مړه او 19 نور ټپيان شول۔ د روسيې د دفاع وزارت وئيلي چې پوځي الوتكه اېس يو – 34 پرېوتو سره ويجاړه شوه بياهم پائلټ د پېښې نه مخكښې الوتكې څخه وتلو كښې كامياب شو۔ وزارت وئيلي چې دا پېښه د پرواز په مهال د الوتكې په يو انجن د اور لګېدو په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ بلخوا د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي اېمرجنسی سروسز په وخت كارروائي پېل كړه او په اور يۍ قابو وموندلو۔