
ابوجا۔18اکتوبر (اے پی پی) د نائيجيريا په مرکزي سيمه کښې په يوې کليسا د نامعلومه وسله والو لخوا په ترسره شوي بريد كښې دوه دوه ښځې مړې شوې او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي۔د چين خبري اژانس د نائيجيريا د مرکزي سيمې کوګي سرښار لوکوجا د پوليسو وياند ويليم اووے آيا حوالې سره وئيلي چې دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک په عبادت كښې مشغول وو۔ د وسله والو يوې ډلې په دوئي ډزې وكړې چې په نتيجه كښې يۍ دوه ښځې مړې او يو شمېر نور كسان ټپيان شول۔ د ده وېنا وه چې د پوليس رارسېدو نه وړاندې دواړه ښځې مړې شوې وې ٬ د دوئي مړي مرده خانې او ژوبل شوي نزدې روغتون ته ورسولې شول چرته چې د دوئي درملنې روانې دي۔ وياند زياته كړه چې په پېښه كښې د ككړو لټون له عمليات روان دي۔