د بلوچستان اعلی وزير په مستونګ كښې د ترهګرو په ضد د قانون نافذ كوؤنكو ادارو په كاميابه كارروائۍ د اطمينان څرګندونه

کوئټه۔17اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو د مستونګ په اسپلنجي سيمه كښې د ترهګرو په ضد د قانون نافذ كوؤنكو ادارو په كاميابه كارروائۍ د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ اعلی وزير د ترهګرو په ضد په عملياتو كښې د سي ټي ډي او حساس ادارو د كاركردګۍ ستائنه كولو سره وئيلي چې امنيتي ځواكونو د ترهګرو پټ ځايونو ويجاړولو سره هغوي ته بشپړه زيان رسولې …

کوئټه۔17اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو د مستونګ په اسپلنجي سيمه كښې د ترهګرو په ضد د قانون نافذ كوؤنكو ادارو په كاميابه كارروائۍ د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ اعلی وزير د ترهګرو په ضد په عملياتو كښې د سي ټي ډي او حساس ادارو د كاركردګۍ ستائنه كولو سره وئيلي چې امنيتي ځواكونو د ترهګرو پټ ځايونو ويجاړولو سره هغوي ته بشپړه زيان رسولې دې۔هغه د كارروائۍ په مهال د 4 امنيتي اهلكارو په ژوبل كېدو د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل زمونږ امنيتي ادارې په مړانه د ترهګرو په ضد مقابله كوي او ددوئي د نوغي ويستلو عزم لري۔ اعلی وزير ووئيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابي به زمونږ د اولس او امنيتي ادارو كاميابي وي