ماسكو سټي 16 اكتوبر (اے پي پي) د روس بلګورود ښار كښې په پوځي تربيتي مركز د بريد په نتيجه كښې 11رضاكار مړه دغغسې 15 ژوبل شوې دي۔د برتانيې خبررسني ادارې د روس د دفاع وزارت په اړه ووئيل يوكرين سره نزدې بلګورود سيمه كښې د روس په پوځي تربيتي سنټر بريد كښې 11 رضاكار مړه او 15 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل د پوځ د سيورې لاندې يو تربيتي كيمپ كښې د يوكرين په ضد جنګ كښې په رضا كارانه ډول برخه اخستونكو لپاره راغلې كسانو تربيه ترلاسه كوله په دې مهال 2 ترهه ګرو مشين ګنو او خود كار وسلې په هغوي ډزي وكړې ، ځوابي كاروائي كښې ترهه ګر هم وژلې شوې دي۔ده ووئيل د ډزو په پېښه كښې ژوبل كسان درملني لپاره روغتون ته رسولې شوي۔