
پېښور 14 اکتوبر (اے پي پي) په پاك افغان طورخم پوله په كسټم سټېشن كښې په ترسره شوې غونډه كښې د پاك افغان شريك تجارت د دواړو اړخو بزنس كمېونټۍ نه علاوه د بېلا سركاري اېجنسۍ چارواك ګډون كړې۔ په غونډه كښې د پاك افغان په شريك تجارت كښې رامخې ته خنډان لرې كولو پحقله د ټرانزټ ټرېډ پېښور ډائرېكټر ارباب قېصر حمید ایډیشنل کلکټر کسټم اپریزمنټ محمد رضوان په مشرۍ كښې شوې ۔ په غونډه كښې سركاري چارواكو سره سره اړوند امنيتي اهلكارو٬ د پاك افغان جائنټ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری ډائریکټر ضیاء الحق سرحدی،فرنټیئر کسټم ایجنټس ایسوسی ایشن غړي ناصر سلیم ، د كول ټرېډرز اېسوسي اېشن عمومي سېكتر نه علاوه په افغان پلاوي كښې په طورخم كښې د استخباراتي څانګې چارواكي مولوی قدرت اللہ سره سره اړوند سركاري عهدېدارو ګډون وكړٶ۔ په غونډه كښې د دواړو اړخونو په رامخې ته شوې ستونزو تفصيلي خبرې اترې وكړې او د پاك افغان په شريك تجارت كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره اقداماتو كولو له سلا وشوه