د سېلاب ځپليو دې سمدستي او په ديانتدارۍ سره مرسته وكړی شي٬د يخښنۍ موسم راتللو سره د ځپليو ستونزې زياتېږي۔انجينئر اجميل احمد كرد

كوئټه 13اکتوبر(اے پی پی)د الخدمت فاؤنډېشن بلوچستان صدر انجينئر جميل احمد كرد وئېلي دي د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره حكومتي ادارو سره د كار كولو لپاره چمتو يو٬حكومت سره وسائل ډېر خو د ځپليو پرېشانۍ او ضروريات هم ډېر دي٬د فاؤنډېشن وسائلو څخه د ټولو ځپليو بحالي او خدمت ممكن نه دے ٬ضرورت د دې خبرې دے چې د سېلاب ځپليو سمدستي او په ديانتدارۍ سره مرسته وكړی …

كوئټه 13اکتوبر(اے پی پی)د الخدمت فاؤنډېشن بلوچستان صدر انجينئر جميل احمد كرد وئېلي دي د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره حكومتي ادارو سره د كار كولو لپاره چمتو يو٬حكومت سره وسائل ډېر خو د ځپليو پرېشانۍ او ضروريات هم ډېر دي٬د فاؤنډېشن وسائلو څخه د ټولو ځپليو بحالي او خدمت ممكن نه دے ٬ضرورت د دې خبرې دے چې د سېلاب ځپليو سمدستي او په ديانتدارۍ سره مرسته وكړی شي٬ ده ووئېل د يخښنۍ موسم راتللو سره د ځپليو په ستونزو كښې اضافه كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په صوبائي سېكرټرېټ كښې د شتمندو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل مونږ د ځپليو بحالۍ لپاره هلې ځلې كوو٬شتمندو كسانو باور د الخدمت باور او ديانتداري او اخلاص كتلو سره كړے٬ ده ووئېل امانتونه ديانتدارۍ سره تقسيم كول مشكل او ښه كار دے٬د الخدمت رضا كار او شتمند خلق زمونږ اثاثه ده

مزید خبریں