اېبټ آباد 12اکتوبر(اے پی پی) د ايوب ټيجنګ هسپتال اېبټ آباد ډاكټرانو او ملازمينو لخوا د سېلاب ځپليو مرستې لپاره چېك الخدمت فاؤنډېشن ته وركړے دے ۔د روغتتون ډائرېكټر ډاكټر اشفاق احمد لخوا د سېلاب ځپليو مرستې لپاره څه ورځې وړندې يوه كمېټي جوړه كړی وه چې له مخې يې دا كار خير په عمل كښې راوستلے شو ۔د الخدمت فاؤنډېشن چارواكو ايوب ټيچنګ هسپتال ډاكټرانو او نورو ملازمينو لخوا وركړی شوې مرستې څخه به سېلاب ځپليو لپاره خيمې٬د خوراك څيزونه٬كمبلې او نور ضروري څيزونه اخستلې شي۔