نواز شريف به د نومبر په آخر كښې يا د دسمبر مياشت په پېل كښې پاكستان كښې وي ٬ د حنيف عباسي د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپليو له د مرستې سامان روانولو په مهال ميډيا سره خبرې

پېنډۍ ۔11 اکتوبر (اے پی پی) د مسلم ليګ ن لارښود حنیف عباسی وئيلي دي مياں نواز شريف به د نومبر په آخر كښې يا د دسمبر مياشتې په پېل كښې پاكستان كښې وي٬ روپۍ مستحكمېدو پلو روانه ده او ډالر به ډېر زر د 200 نه كمې كچې ته راشي٬ سېلاب ځپلي درې كروړه نه زيات كسان به په خپلو نوؤ كورونو كښې آبادوؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د …

پېنډۍ ۔11 اکتوبر (اے پی پی) د مسلم ليګ ن لارښود حنیف عباسی وئيلي دي مياں نواز شريف به د نومبر په آخر كښې يا د دسمبر مياشتې په پېل كښې پاكستان كښې وي٬ روپۍ مستحكمېدو پلو روانه ده او ډالر به ډېر زر د 200 نه كمې كچې ته راشي٬ سېلاب ځپلي درې كروړه نه زيات كسان به په خپلو نوؤ كورونو كښې آبادوؤ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د بېلو هېوادونو دورو له امله خارجه پالېسي ښه كولو پلو روانه ده٬ د لوبو په مېدانونو كښې جلسې كول ښه كار نه دے٬ پنجاب كښې ډېر زر بدلون رامخې ته كېدونكے دے٬ د څلورو مياشتو راهسې د پنجاب اسمبلۍ غونډه نه ځنډوي ولې چې پروېز الهي ته معلومه ده چې هغه له به د اعتماد ووټ اخستل وي۔ د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو له د پاكستان مسلم ليګ ن لخوا د مرستې سامان لېږلو په موقع ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په هدايت د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د پاكستان مسلم ليګ ن (پېنډي سټي) د ګوند د قامي او صوبائي اسمبلۍ ټكټ لرونكو ٬ د مېرمنو ونګ ٬ تاجر تنظيمونو ٬ ټرېډرز او اولس په مرسته د ون بلېنکټ موومنټ لاندې 30 ټركه سامان په كوم كښې چې د 50 زره بړستونو پشمول ٬ كمبلې ٬ بالختونه ٬ ٬ مېټرس او نور سامان شامل دے د دير ٬ سوات ٬ شانګلې ٬ كوهسان ٬ ډي آئي خان او د خېبر پښتونخوا نورو ځپلو سيمو لپاره روان كړے شوے۔ ده ووئيل وزيراعظم دوه مياشتې په سېلاب ځپليو سيمو كښې تېرې كړي۔ ده ووئيل سبا د شورؤ په ورځ به د بلوچستان سېلاب ځپليو كورنيو لپاره سامان لېږلے شي او ډېر زر به د سندھ سېلاب ځپليو وګړو سره هم مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل د مرستې استولو دا لړۍ به تر هغه وخت دوام لري تر كومې چې دا سېلاب ځپلي زمونږ ورونړه په خپلو كورونو كښې آباد شوې نه وي۔ حنیف عباسی ووئيل په پېنډۍ كښې زما سياسي حريف نه خو ناله لئي اېكسپرس وے جوړه كړه او نه يۍ كوم روغتون بشپړ كړے شو۔ ده ووئيل د خزانې وزير اسحاق ډار راتللو سره معيشت په تندۍ سره بهترۍ پلو روان شوے۔ روپۍ د ډالر په مقابل كښې مستحكمېږي او ډېر زر به ډالر د 200 نه ښكته راشي۔ ده ووئيل خان صاحب دې دا اووائي چې كوم 5 يا 10 كسان يۍ اخستې دي هغه د چا وو او په څو يۍ اخستې دي