پاك پوځ او ايف سي د بلوچستان د سول انتظاميې سره د سيلاب ځپليو بحالۍ له هلې ځلې روانې ساتلې

كوئټه 10اکتوبر(اے پی پی) پاك پوځ او ايف سي د بلوچستان سول انتظاميې سره د سيلاب ځپليو بحالۍ له مرسته او هلې ځلې روانې ساتلې ۔جهل مګسي او صحبت پوره كښې درې ريليف كيمپونه فعاله دي چرته چې 12530 سيلاب ځپليو له خوراك څښاك او درملنه وركړی كېږي۔سيلاب ځپليو سيمو ته راشن د چورلكو د لارې هم رسولے كېږي۔د تېرو 24 ساعتو په مهال سيلاب ځپليو سيمو كښې ځپليو له …

كوئټه 10اکتوبر(اے پی پی) پاك پوځ او ايف سي د بلوچستان سول انتظاميې سره د سيلاب ځپليو بحالۍ له مرسته او هلې ځلې روانې ساتلې ۔جهل مګسي او صحبت پوره كښې درې ريليف كيمپونه فعاله دي چرته چې 12530 سيلاب ځپليو له خوراك څښاك او درملنه وركړی كېږي۔سيلاب ځپليو سيمو ته راشن د چورلكو د لارې هم رسولے كېږي۔د تېرو 24 ساعتو په مهال سيلاب ځپليو سيمو كښې ځپليو له 817 راشن پيكټس او نور د خوراك څښاك سامان وركړے شوے۔سيلاب ځپليو سيمو كښې وګړي د بيلو رنځونو څخه بچ كولو لپاره وړيا مېډيكل كيمپونه هم لګولې شوي ۔د تېرو 24 ساعتو په مهال 9 فري مېډيكل كيمپونه جوړ شوي چې پكښې ګڼ شمېر رنځورانو له وړيا درملنه او داروګان وركړے شوي۔