خيرپور كښې سيلاب ځپليو لپاره د متحدہ عرب امارات د اړخه ميډيکل کيمپ جوړ شو

لاړكانه 10 اکتوبر (اے پي پي) خيرپور كښې د سيلاب ځپليو درملني او داروګان وركولو لپاره د متحدہ عرب امارات د اړخه ميډيکل کيمپ جوړ شوے ۔ د متحدہ عرب امارات د اړخه د سندھ صوبې خيرپور ښار كښې سيلاب ځپليو لپاره ميډيکل کيمپ جوړ شوے ،په دې اړه د يواے اي قونصل جنرل بخيت عتيق الروميتي ووئيل ميډيکل کيمپ سيلاب ځپلي د ناروغو څخه بچ كولو لپاره جوړ شوے …

لاړكانه 10 اکتوبر (اے پي پي) خيرپور كښې د سيلاب ځپليو درملني او داروګان وركولو لپاره د متحدہ عرب امارات د اړخه ميډيکل کيمپ جوړ شوے ۔ د متحدہ عرب امارات د اړخه د سندھ صوبې خيرپور ښار كښې سيلاب ځپليو لپاره ميډيکل کيمپ جوړ شوے ،په دې اړه د يواے اي قونصل جنرل بخيت عتيق الروميتي ووئيل ميډيکل کيمپ سيلاب ځپلي د ناروغو څخه بچ كولو لپاره جوړ شوے ،په کيمپ كښې د رنځورانو درملنه كېږي او هغوي له داروګان وركړے كېږي۔ده ووئيل ځپليو له د درملني او داروګانو پشمول ټولي آسانۍ وركړې كېږي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې امارات د سيلاب ځپليو خپلو وروڼو سره ولاړ دے