د آن لائن فوډ ډېليوري په دفتر كښې چاؤدنه ٬ 6 كسان ژوبل

کراچۍ۔10اکتوبر(اے پی پی) د كراچۍ ښار په ډيفنس سيمه كښې د آن لائن فوډ ډيليوري كمپنۍ په دفتر كښې د ګل په ورځ د چاؤدنې پېښه كښې 6 كسان ژوبل شوي۔ د ریسکیو ذريعو له مخې د آن لائن فوډ ډېليوري په دفتر كښې د چاؤدنې دا پېښه په ډيفنس خيابان شامي كښې د سلنډر چاؤدلو په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ پېښه كښې 6 كسان ژوبل شوي۔ د پوليس …

کراچۍ۔10اکتوبر(اے پی پی) د كراچۍ ښار په ډيفنس سيمه كښې د آن لائن فوډ ډيليوري كمپنۍ په دفتر كښې د ګل په ورځ د چاؤدنې پېښه كښې 6 كسان ژوبل شوي۔ د ریسکیو ذريعو له مخې د آن لائن فوډ ډېليوري په دفتر كښې د چاؤدنې دا پېښه په ډيفنس خيابان شامي كښې د سلنډر چاؤدلو په نتيجه كښې رامخې ته شوه۔ پېښه كښې 6 كسان ژوبل شوي۔ د پوليس له مخې دا چاؤدنه د آن لائن فوډ ډېليوري په دفتر كښې وشوه۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې يو شمېر موټر سائيكلونو ٬ ګاډو او نور سامان ته زيان ورسېد۔ د رېسكيو چارواكو له مخې په دې چاؤدنه كښې 6 كسان ژوبل شوي كوم چې د سول هسپتال بزنس وارډ ته منتقل كړے شوي۔ په ژوبل شوو كښې د دوو كسانو حالت نازك ښودلے شي