په نائیجیریا كښې د كشتۍ اپوټه كېدو پېشه ٬ 10 كسان مړه ٬ 60 بې دركه

ابوجا۔ 9اکتوبر (اے پی پی) د نایجیریا په سوئیلي ختیځ رياست انامبرا كښې د یوې كشتۍ د ډوبیدو پېښې په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 60 نور بې دركه شوي دي۔ د بريتانيې خبري اژانس د نايجيرين نېشنل اېمرجنسي منېجمنټ ايجنسي (اېن اي اېم اے ) زونل كوآرډينېټر حوالې سره وئيلي چې په دې كشتۍ كښې 85 مسافر ناست وو كوم چې د انجن خرابېدو او د تندو چپو سره د مخ كېدو له امله اپوټه شوه۔ د پېښې په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 60 بې دركه شوي دي۔ د بې دركه كسانو لټون له عمليات روان دي۔