روسيه دې خوښي څرګنده كړي نو ورسره سفارتې خبرو اترو ته كېښناستې شو۔د امريكې خارجه وزير

واشنګټن 07 اكتوبر (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن وئېلي دي كه امريكا د روس سره سفارتي اړيكو لپاره راضي وي او كه چرې روس په دې اړه خوښي څرګنده كړه كومه چې په ظاهره نه ښكاري نو ورسره خبرو اترو ته كېښناستے شوو ۔ د روسيې خبري اژانس له مخې ده په واشنګټن كښې پرېس كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ او د يوكرين صدر وولودیمیر زیلنکسی بيا بيا دا خبره كړې كه چرې د روسيې صدر ولاديمير پيوټن د معنې لرونكې او سنجيده سفارتكارۍ لپاره خوښي ظاهر كړه نو مونږ به د دې لپاره تيار يو خو دا خبره مشكله ده او بدقسمتۍ څخه داسې څه هم په نظر نه راځي۔ده ووئيل د سفارتكارۍ د لارې د ډيرو مسئلو حل ممكن وي