کوئټه 07اکتوبر (اے پي پي)سېلاب ِځپليو سيمو کوهلو، سبي، قلات،جعفرآباد، نصيرآباد، صحبت پور او جھل مګسي كښې 13 ريليف كېمپس فعاله دي چرته چې 13 زره 555 سېلاب ځپلي مېشته دي او دوي ته خوراك ٬ راشن او دارو درمل وركرے كېږي٬ دغسې په سېلاب ځپلې سيمو كښې راشن د چورلكو د لارې هم رسولے كېږي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال سبي،قلات،جعفرآباد، نصيرآباد، صحبت پور او جھل مګسي كښې …
سېلاب ځپليو سيمو كښې د پاكستان آرمي او اېف سي د بلوچستان سول انتظاميې سره د ريليف او بحالۍ هڅې روانې ساتلې

مزید خبریں
کوئټه 07اکتوبر (اے پي پي)سېلاب ِځپليو سيمو کوهلو، سبي، قلات،جعفرآباد، نصيرآباد، صحبت پور او جھل مګسي كښې 13 ريليف كېمپس فعاله دي چرته چې 13 زره 555 سېلاب ځپلي مېشته دي او دوي ته خوراك ٬ راشن او دارو درمل وركرے كېږي٬ دغسې په سېلاب ځپلې سيمو كښې راشن د چورلكو د لارې هم رسولے كېږي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال سبي،قلات،جعفرآباد، نصيرآباد، صحبت پور او جھل مګسي كښې سېلاب ځپليو ته 2805 راشن پېكټس 23 زره 946 د اوبو بوتلې٬ 6144 ګرام (اوړه٬ غوړي٬ وريژې٬ چاۓ او چيني وركړې شوي او د دې نه علاوه ګرمې جامې٬ کمبلې، ټينټ، مچھرداني، صابن او نور څيزونه هم په سېلاب ِځپليو وېشلې شوي۔ د پاك آرمي او اېف سي بلوچستان لخوا په كوېټه كښې سېلاب ځپليو لپاره 6 كلكېشن پوائنټس فعاله دي٬ د دې نه علاوه د پاك آرمي او اېف سي سره سره د پي ډي اېم اے لخوا 24 فري ميډيكل كېمپس جوړ كړے شوي چې په پكښې د 5 زره 416 رنځوانو درملنه شوې او دوي ته وړيا داروګان وركړے شوي









