كوئټه 06 اكتوبر (اے پي پي) بلوچستان كښې د سيلاب له امله د مړو شميره 336 ته رسيدلې ده،د پي ډي اېم اے وياند د اړخه جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي په بلوچستان كښې د سيلاب له امله د مړو شميره 336 ته رسيدلې چې پكښې 149 نارينه ٬ 80 ميرمني او 107 ماشومان شامل دي دغسې په بيلو پېښو كښې د ژوبل كسانو شميره 187 ته رسيدلې چې …
بلوچستان كښې د سيلاب له امله د مړو شميره 336 ته ورسيده۔ پي ډي اېم اے

مزید خبریں
كوئټه 06 اكتوبر (اے پي پي) بلوچستان كښې د سيلاب له امله د مړو شميره 336 ته رسيدلې ده،د پي ډي اېم اے وياند د اړخه جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي په بلوچستان كښې د سيلاب له امله د مړو شميره 336 ته رسيدلې چې پكښې 149 نارينه ٬ 80 ميرمني او 107 ماشومان شامل دي دغسې په بيلو پېښو كښې د ژوبل كسانو شميره 187 ته رسيدلې چې پكښې 97 نارينه ، 40 ميرمني او 50 ماشومان شامل دي۔ده ووئيل د سيلاب په مهال ټوله صوبه كښې 75 زره څخه زياتو كورونو ته زيان رسيدلے دغسې 1 لكهه 50 زره كورنو ته په جزوي توګه زيان رسيدلے ۔د پي ډي اېم اے وياند ووئيل د سيلاب له امله سولر پليټس، ټيوب ويلز او بورنګز ته هم زيان رسيدلے دغسې په مجموعي توګه 2 لكهه 8 سوه 11 ايكړه زمكه باندې ولاړ فصلونه هم تباه شوې دي









