جدہ 05 اکتوبر (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظیم(او آئی سی) او د شاہ سلمان ریلیف مرکز په افغانستان كښې فوډ اېډ پراجېکټ لپاره د تفاهم په يادښت لاسليك كړے۔ په افغانستان كښې د اسلامی مرستې تنظیم مشن كال 23-2022 لپاره په افغانستان كښې سېلاب ځپليو او حاجت مندو كورنيو لپاره د هنګامي خوراك د مرستې په منصوبه عملدرآمد كولو له د شاہ سلمان د بشري مرستې مركز سره د تفاهم په يو يادښت لاسليك كړے٬ د دې منصوبې له مخئ به د افغانستان په 25 ولايتونو كښې 47 زره 400 بې وزله كورنيو ته خوراك وركولې شي