کوئټه ۔5 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو وئيلي دي د ملتونو پرمختګ او سوكالۍ كښې زده كړې زيات اهميت لري ٬ د لوستې ټولنې په تشكيل كښې د استاذانو كردار زيات مهم دے٬ حكومت د استاذانو د ستونزو هوارولو او مسائلو حل كولو له جدي دے او په دې لړ كښې صوبائي حكومت په دې وروستيو كښې د استاذانو د اپ ګرېډېشن پخواني مسئله …
استاذان د لوستې ټولنې په تشكيل كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ د بلوچستان اعلی وزير د استاذانو نړيوالې ورځې په مهال پېغام

مزید خبریں
کوئټه ۔5 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو وئيلي دي د ملتونو پرمختګ او سوكالۍ كښې زده كړې زيات اهميت لري ٬ د لوستې ټولنې په تشكيل كښې د استاذانو كردار زيات مهم دے٬ حكومت د استاذانو د ستونزو هوارولو او مسائلو حل كولو له جدي دے او په دې لړ كښې صوبائي حكومت په دې وروستيو كښې د استاذانو د اپ ګرېډېشن پخواني مسئله حل كړې۔ د استاذانو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې ده ووئيل کابینې د ګلوبل پارټنر شپ فار ایجوکیشن بلوچستان پراجېکټ ترسېوري لاندې 1493 استاذان مستقل كړي۔ ده ووئيل د صوبې په لرې پرتو سيمو كښې د زده كړو نوې ادارې جوړولې شي۔ ده ووئيل مونږ د استاذانو د مسئلو څخه خبر يؤ او د تدريسي عمل په فعاله توګه روانه ساتلو لپاره دغه مسئلې حل كولې شي۔ اعلی وزير ووئيل استاذانو په خاص توګه مېرمنو استاذانو ته د ټرانسپورټ آساني وركولې شي۔ ده ووئيل استاذان د ټولنې په ودانۍ او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده غوښتنه وكړه چې استاذان دې كوچنيانو ته معياري زده كړې وركولو پلو خاص پاملرنه وكړي ولې چې د كوچنيانو سباؤن هم د دوي په لاسو كښې دے









