ملتان ٬ د سېلاب ځپلو سكولونو بيا ودانۍ او د زده كړو چارو بحالۍ له اقدامات ګړندي كړے شوي

ملتان۔5 اکتوبر(اے پی پی) ډېره غازي خان او راجن پور كښې د سېلاب او سختو بارانونو د لاسه د ځپلو شوو سكولونو بيا ودانۍ او د زده كړو چارو بحالۍ له د سوئيلي پنجاب د سكول ايجوكېشن څانګې ګامونه ګړندي كړي۔ په دې لړ كښې د زيان اندازه لګولو له او د ځپليو سكولونو بحالۍ منصوبې له د ایډیشنل سېکرټري آغا ظهيرعباس شيرازاي په نګرانۍ كښې يو خصوصي سېل په …

ملتان۔5 اکتوبر(اے پی پی) ډېره غازي خان او راجن پور كښې د سېلاب او سختو بارانونو د لاسه د ځپلو شوو سكولونو بيا ودانۍ او د زده كړو چارو بحالۍ له د سوئيلي پنجاب د سكول ايجوكېشن څانګې ګامونه ګړندي كړي۔ په دې لړ كښې د زيان اندازه لګولو له او د ځپليو سكولونو بحالۍ منصوبې له د ایډیشنل سېکرټري آغا ظهيرعباس شيرازاي په نګرانۍ كښې يو خصوصي سېل په ايجوكېشن سېكرټرېټ كښې كار كوي۔ د ځپلے شوو سكولونو په اړه تفصيلات وړاندې كولو سره آغا ظهیر عباس شیرازی ووئيل د سېلاب د لاسه په ډېره غازي خان كښې 46 سكولونه ويجاړې شوي او 325 نورو ته جزوي زيان رسېدلے۔ دغسې په راجن پور ضلع كښې 12 سكولونه له مينځه تللي او 528 نورو ته جزوي زيان رسېدلے۔ ده ووئيل د یونیسیف په مرسته د سوئيلي پنجاب ايجوكېشن څانګې په 20 سكولونو كښې خېمې لګولو سره د زده كړو لړۍ بحال كړې۔ آغا ظهیر عباس شیرازی ووئيل نزدې 42 سكولونه داسې دي چرته چې عارضي لنرنګ سنټر جوړ كړے شوي