د مرستې كارروائيو په مهال نورو 43259 كورنيو ته راشن بېګز وركړې شول٬ صوبائي وزير شرجيل انعام مېمن

کراچۍ۔2 اکتوبر(اے پی پی) د سندھ د اطلاعاتو صوبائي وزير شرجيل انعام مېمن وئيلي دي د سندھ حكومت لخوا روانو د مرستې كارروائيو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال نورو 43259 كورنيو ته راشن بېګز وركړې شول۔ د اتوار په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې صوبائی وزیر ووئيل په دادو كښې 750 كورنيو ، مټیاری كښې 1000،جیکب آباد 500، قمبر شهدادکوټ 500، لاړکانه 6300، نوشهرو فېروز 2000، …

کراچۍ۔2 اکتوبر(اے پی پی) د سندھ د اطلاعاتو صوبائي وزير شرجيل انعام مېمن وئيلي دي د سندھ حكومت لخوا روانو د مرستې كارروائيو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال نورو 43259 كورنيو ته راشن بېګز وركړې شول۔ د اتوار په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې صوبائی وزیر ووئيل په دادو كښې 750 كورنيو ، مټیاری كښې 1000،جیکب آباد 500، قمبر شهدادکوټ 500، لاړکانه 6300، نوشهرو فېروز 2000، سانګھړ 3850، حېدرآباد 4500، سجاول 3000،ټنډواله یار9100،ټھټه 3000، شکارپور 3000، میرپور خاص 2000، تھرپارکر 3500 او په نورو ضلعو كښې ځپليو كورنيو راشن بېګز وركړې شول۔ ده ووئيل د تېرو 24 ساعتو په مهال د ځپليو ترمينځه نورې 5900 خېمې، 17500 ترپال ، 5500 مچھر دانۍ ، 51999 سولر لائټس او 2400 کچن سېټس ووېشلې شؤ۔ د ضلعي انتظاميې لخوا ريليف كېمپونو څخه كورونو ته تلونكو كورنيو ته ټرانسپورټ او راشن وركولې شي۔ ده ووئيل دا مهال په ريليف كېمپونو كښې 357855 كسانو پناه اخستې ده كومو كښې چې 115209 كوچنيان او 87716 مېرمنې شامل دي كومو ته چې خوراك او د روغتيا آسانۍ وركولې شي۔

مزید خبریں