هيله ده چې نړيوال اسلامي پوهنتون به د اسلام عظمت رفته بحالۍ له خپل خذمات وړاندې كړي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د نړيوال اسلامي پوهنتون لسم كانوكېشن ته خطاب

اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په مفکرینو ، محققینو، استاذانو او طالبعلمانو زور راوړے چې دوئي دې د اسلام اصل تشخص رامخې ته كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د انتها خوښۍ سوچ او ترهه ګرۍ انسانيت تباهۍ سره مخ كړې۔ په ټوله نړۍ د دې لعنت اغېز راغلے۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د نړيوال اسلامي پوهنتون لسم كانوكېشن ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل امت مسلمه بايد خپل منځ كښې اختلافات لرې كولو سره د ټولې نړۍ امن او سلامتيا له كار وكړي۔ اولس مشر په محققينو او استاذانو زور راوړو چې دوئي بايد اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو بشپړ حل ولټوي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلې چې د ترهه ګرۍ مقابلې له اجتماعي سوچ پېدا كړې شي۔ او په دې ډول مسئلو قابو موندلو له يو شريك دريځ خپل كړې شي۔ په دې لړ كښې استاذان او محققين مهم كردار لوبولې شي۔