پاکستان په صلاحيت كښې چا څخه وروستو نه دې٬ د هېواد پرمختګ لپاره د پاليسو تسلسل ته اړتيا ده٬ وفاقي وزير احسن اقبال

لاهور 19 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د ګران هېواد د 75 مې آزادۍ ورځې په مهال به دې ته فكر كول وي چې آيا مونږ ھغه ځائ كښې يؤ كوم ځائ چې مونږ پكار يو، تر كال 2000 پاكستان په سوئيلي آسياء تر ټولو وړاندې ٶ نن د هند او بنګله دېش پشمول ټول هېوادونه زمونږ نه وړاندې …

لاهور 19 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د ګران هېواد د 75 مې آزادۍ ورځې په مهال به دې ته فكر كول وي چې آيا مونږ ھغه ځائ كښې يؤ كوم ځائ چې مونږ پكار يو، تر كال 2000 پاكستان په سوئيلي آسياء تر ټولو وړاندې ٶ نن د هند او بنګله دېش پشمول ټول هېوادونه زمونږ نه وړاندې تلې دي٬ پاکستان د صلاحيت په لحاظ د چا نه وروستو نه دې٬ د هېواد پرمختګ لپاره د پاليسو تسلسل ضروري دے۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ روز نيشنل سکول آف پبلک پاليسي كښې د وړومبني دوه ورځني پبلك پاليسي كنفرنس پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې سياسي استحكام او د پاليسو تسلسل مونږ منزل ته رسولې شي۔ ده ووئيل دا مهال پاكستان د تاريخ تر ټولو سخت سېلاب سره مخ دې او د دوه صوبو معيشت تباه شوې دې۔ ده ووئيل مونږ له به درې څيزونو دولت زياتولو٬ تقسيم او ګلوبل اكانومي ته پام كول وي۔ په دې موقع د سکول آف نيشنل پبلك پاليسي رېکټر ډاکټر اعجاز منير،ډين نېشنل سکول آف پبلک پاليسي ډاکټر صفدر، ډاکټر سلمان، ډاکټر شجاعت علي، رضا عابد خان، ډاکټر نور الحق او نور هم موجود وو