اسلام آباد۔19ستمبر(اے پی پی) په پېنډۍ اسلام آباد غبرګو ښارونو كښې د ډېنګي ځپليو رنځورانو شمېره 1388 ته رسېدلې ده۔ د سركاري شمېرې له مخې په پاکستان انسټی ټیوټ آف مېډیکل سائنسز(پمز) كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د ډېنګي كوم كېس نه دې رپورټ شوې۔ په پمز كښې دا مهال ډينګي ځپليو ټوله شمېره 194 ده۔ په پولی کلینک روغتون كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د …
په پېنډۍ اسلام آباد كښې د ډېنګي ځپليو مجموعي شمېره 1388 ته ورسېده

مزید خبریں
اسلام آباد۔19ستمبر(اے پی پی) په پېنډۍ اسلام آباد غبرګو ښارونو كښې د ډېنګي ځپليو رنځورانو شمېره 1388 ته رسېدلې ده۔ د سركاري شمېرې له مخې په پاکستان انسټی ټیوټ آف مېډیکل سائنسز(پمز) كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د ډېنګي كوم كېس نه دې رپورټ شوې۔ په پمز كښې دا مهال ډينګي ځپليو ټوله شمېره 194 ده۔ په پولی کلینک روغتون كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د ډينګي 4 كېسونه رپورټ شول چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره 49 ته ورسېده۔ بلخوا په کېپیټل روغتون كښې دا مهال د ډینګی ځپليو شمېره 25 او په شفا انټرنیشنل روغتون كښې د 10 ډېنګي ځپليو رنځورانو درملنې روانې دي۔ دې سره سره په فېډرل جنرل روغتون كښې د ډينګي 21 كېسونه رپورټ شوي چې ورسره دغلته د رنځورانو ټوله شمېره 96 ته رسېدلې ده۔ د تفصیلات له مخې په هولي فېملي روغتون كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د ډېنګي 6 كېسونه رپورټ كېدو سره دغلته د ډينګي رنځورانو شمېره 179 ته ورسېده۔ بلخوا په النفېس روغتون كښې په دغه مهال د ډينګي كوم كېس نه دې رپورټ شوې او دا مهال دغلته د دوه رنځورانو درملنې روانې دي۔ دې نه ځانله په سوشل سکېورټی روغتون كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال كوم كېس رپورټ نه شو۔ دغلته د د ډېنګي د لاسه د بستر رنځورانو شمېره دا مهال 6 ده۔ بلخوا په وفاقي پلازمينه كښې تر دې دمه د ډينګي د لاسه 5 رنځوران مړه شوي دي۔









