پېښور 14ستمبر (اے پي پي) د وزیر اعظم صلاحكار او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د سوات برہ بانډئی پېښې سخته غندنه كړې ده ۔ انجینئرامیر مقام په چاؤدنه كښې د شهيدو شوو كسانو لوړو درجو دغسې د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا كړې او د ارواښاد ادریس خان كورنۍ سره ئې غمرازي وكړه۔په دې موقع ده ووئيل خېبرپښتونخوا او په خاص توګه د …
خېبر پښتونخوا او په خاص توګه د سوات اولس د امن لپاره د خپلو ځانونو او مالونو قرباني وركړي ۔انجینئرامیرمقام

مزید خبریں
پېښور 14ستمبر (اے پي پي) د وزیر اعظم صلاحكار او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د سوات برہ بانډئی پېښې سخته غندنه كړې ده ۔ انجینئرامیر مقام په چاؤدنه كښې د شهيدو شوو كسانو لوړو درجو دغسې د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا كړې او د ارواښاد ادریس خان كورنۍ سره ئې غمرازي وكړه۔په دې موقع ده ووئيل خېبرپښتونخوا او په خاص توګه د سوات اولس امن لپاره د خپلو ځانونو او مالونو قرباني وركړي او په هېواد كښې دننه په كډه كولو مجبور شوې وؤ ٬ د دغې قربانو په سوب ترلاسه امن په ځائې ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده ۔ انجینئرا میر مقام ووئيل كه په هېواد كښې امن وي نو هر څه به كېږي اول امن بيا به سياست كوو مونږ ټولو له به سیاسی پوائنټ سکورنګ په ځاے خپلو ګريبانونو ته سر ښكته كول وي او د تير وخت خرابۍ لري كولو سره به امن لپاره د زړه نه كار كول وي ٬ ده ووئېل مونږ وړاندې هم د امن لپاره عملی کردار ترسره كړے او سباؤن كښې به هم ترسره كوو










