د سوات کبل سيمې برہ بانډئی كښې ريموټ كنټرول بمي چاؤدنه٬ د امن کمېټۍ غړي پشمول 5 كسان مړه ۔ وزیراعلیٰ د پېښې نوټس واخست

پېښور 13ستمبر (اے پي پي) د سوات ضلع کبل سيمې په برہ بانډئی كښې د امن كمېټۍ غړي په ګاړي ريموټ كنټرول بمي چاؤنه شوي چې په نتيجه كښې ئې د ادریس خان پشمول 5 كسان مړه شوې دي۔ ډی پی او زاهد مروت په دې اړه ووئيل د امن کمېټۍ غړي ادریس خان پشمول 5 كسان مړه شوي چې پكښې دوه پولیس اهلکار هم شامل دي۔د چاؤدني اطلاع ترلاسه …

پېښور 13ستمبر (اے پي پي) د سوات ضلع کبل سيمې په برہ بانډئی كښې د امن كمېټۍ غړي په ګاړي ريموټ كنټرول بمي چاؤنه شوي چې په نتيجه كښې ئې د ادریس خان پشمول 5 كسان مړه شوې دي۔ ډی پی او زاهد مروت په دې اړه ووئيل د امن کمېټۍ غړي ادریس خان پشمول 5 كسان مړه شوي چې پكښې دوه پولیس اهلکار هم شامل دي۔د چاؤدني اطلاع ترلاسه كيدو سره د سيمي پوليس او نورو اړوندو ادارو اهلكار په سمدستي توګه د پېښې ځائې ته رسيدلې او مړي ئې نزدې روغتون ته رسولې دي۔د سيمې څخه ترلاسه شوې اطلاع له مخې چاؤدنه كښې ژوبل كسان درملني له روغتون ته رسولې شوي دغسې د پولیس پشمول اړوندو ادارو د پېښې ځائې څخه ثبوت او شواهد هم راجمع كړي۔دې نه ځانله د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمود خان سوات ضلع كښې د چاؤدني نوټس اخستو سره آئی جی پولیس څخه د پېښې راپور غوښتے دے٬ وزیراعلیٰ د غمجنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره وئيلي دي پېښه كښې د امنيتي اهلكارو پشمول په شوي قيمتي ځاني زيان دړديدلي يو او په پېښه كښې ككړ كسان به خپل انجام ته رسولې شي۔

مزید خبریں