د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز د رومانيه خارجه چارو وزارت سټېټ سېكترې سره خبرې

اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئېلي دي چې د پاكستان او رومانيه ترمينځه ملګرتيا مضبوطې سياسي او اقتصادي شريكوالۍ كښې بدلولو ته اړتيا ده۔ دا خبره ده د جمعې پھ ورځ د رومانيه خارجه چارو وزارت سټېټ سېكترې دانياله ګيټمېن سره ملاقات كښې وكړه۔د رومانيه سټېټ سېكتره د پاك رومانيه دوه اړخيزه سياسي مشاورتي غونډه كښې ګډون له د پاكستان پھ درې ورځنۍ دورې راغلې۔د خارجه دفتر وياند ترمخه سرتاج عزيز د ملاقات په مهال ووئيل دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا په مضبوطو سياسي او اقتصادي شريكوالۍ كښې بدلولو ته اړټيا ده۔