سي پیك تر سړكونو او د انفراسټركچر منصوبو محدود نه دې

اسلام آباد 04 جولائی (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پېك اقتصادي زونز په اړه خاص غونډه د نهې پھ ورځ وشوه۔غونډه كښې د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن مفتاح اسماعيل٬د وفاقي وزارتونو او صوبائي محكمو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په دې مهال وفاقي وزيراحسن اقبال ووئيل سي پیك تر سړكونو او د انفراسټركچر منصوبو محدود نه دې٬د توان منصوبو بشپړ كېدو …

اسلام آباد 04 جولائی (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پېك اقتصادي زونز په اړه خاص غونډه د نهې پھ ورځ وشوه۔غونډه كښې د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن مفتاح اسماعيل٬د وفاقي وزارتونو او صوبائي محكمو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په دې مهال وفاقي وزيراحسن اقبال ووئيل سي پیك تر سړكونو او د انفراسټركچر منصوبو محدود نه دې٬د توان منصوبو بشپړ كېدو سره به هېواد كښې د صنعت او تجارت دور پېل شي٬سي پیك منصوبه اوس د صنعتي او اقتصادي زونز پھ مهم پړاؤ كښې داخلېږي٬په صنعتي څانګه كښې د پاك چين په مرسته پاكستان به د سيمې پیداواري مركز جوړ شي۔وفاقي وزيرووئيل د چينائي سرمايه كارۍ په صورت كښې د ترلاسه كېدونكو موقعو ضائع كولو هېڅ ګنجائش نشته۔احسن اقبال ووئيل د چينائي صنعتونو پاكستان ته منتقل كېدو او سرمايه كار راغب كولو له د بشپړه تيارۍ او كوټلو ګامونو حاجت دې۔ده ووئيل د سي پیك تر سيوري لاندې جوړېدونكو 9 صنعتي او اقتصادي زونز كامياب جوړولو له به غوره تګلار او بزنس ماډل تيارول وي۔وفاقي وزير ووئيل د پاك چين صنعتي مرستې پھ سوب به پاكستان كښې د لكهونو په شمېر د ملازمتونو نوې موقعې رامخې ته شي۔د پاك چين صنعتي مرستې څانګه كښې به سرمايه كارۍ سره ځايې صنعتونو ته وده او پیداواري صلاحيت كښې د اضافې غوره موقعې ترلاسه شي۔احسن اقبال ووئيل چې د سي پیك ترمخه د صنعت كارۍ دې پړاؤ كښې به ځايې صنعتونو ته بشپړ تحفظ وركولې شي او ځايې صنعت كار به د چينائي سرمايه كارو سره پھ ګډه كار كولو سره نوې تجربې ترلاسه كړي۔وفاقي وزير ووئيل د ځايې صنعت كارو ګټو تحفظ له به دوي سره مشاورت كولې شي۔د غونډې په مهال د اقتصادي زونز په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔