اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د مالياتي بل 27-2026 منظوري وركړه٬ ايوان په مالياتي بل د حكومت لخوا د بدلونونو منظوري او د اپوزيسن لخوا د کټوتۍ تحريکونه مسترد كړل۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مالياتي بل 27-2026 د قامي اسمبلۍ د خزانې و محصولاتو لپاره د قائمه کميټۍ په رپورټ شوي صورت …
قامي اسمبلۍ د مالياتي بل 27-2026 منظوري وركړه
اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د مالياتي بل 27-2026 منظوري وركړه٬ ايوان په مالياتي بل د حكومت لخوا د بدلونونو منظوري او د اپوزيسن لخوا د کټوتۍ تحريکونه مسترد كړل۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مالياتي بل 27-2026 د قامي اسمبلۍ د خزانې و محصولاتو لپاره د قائمه کميټۍ په رپورټ شوي صورت كښې په ايوان كښې د وړاندې كولو اجازه وغوښته٬ په اجازه ترلاسه كېدو محرك رپورټ ايوان ته وړاندې كړو ايوان په مالياتي بل د اپوزيسن لخوا د کټوتۍ تحريکونه مسترد كړل، د دې نه وروسته ايوان د مالياتي بل شق وار منظوري وركړه۔ د دې نه وړاندې د کټوتۍ په تحريكونو بحث كښې برخه اخستو سره عاليه کامران ووئيل د مالياتي بل نېغ په نېغه په اولس اثرات پرېوځي٬ آيا حکومت سوداګرو ، تنخواه دار طبقې، كوچني كاروبار، د ټيکس ماهرينو او سول سوسائټي سره مشاورت كړے دے؟، د دې بل کاسرکوليټ كېدل ضروري دي۔ دې ووئيل د پټروليم ډويلپمنټ ليوي ي حد دې 50روپۍ وساتلې شي، د کاربن ليوي شرح دې 2.5 روپۍ وساتلې شي، په ټيلي فون کارډز د کټوتۍ شرح دې کمه كړئ شي، په هوائي ټکټونو دې ايف اي ډي شرح کمه كړې شي، د سيلز ټيکس شرح دې 10 فيصده وساتلې شي۔ رانا عاطف ووئيل د ګرځېنده قرض حجم 2800 اربه روپۍ دے، د ډسکوز زيانونه زياتېږي۔ محمد مبين عارف ووئيل د مالياتي بل په اړه چارې د قامي اسمبلۍ په دائره کار كښې راځي٬ او دا د دې ايوان استحقاق دے، د فيس ليس سينټر مقصد کرپشن فري نظام ښودلې شوے دے خو د قانون له مخې يوازې د ټيکس اهلکارو شناخت پټ ساتلے شوے دے او د ټيکس وركوٶنكي شناخت د پټ نه ساتلو وئيېلي شوي دي٬ كم نه كم 5.5 فيصده ټيکس ودهولډ كړے شوے دے، يو شمېر كاروبارونه داسې شته چې كم نه كم ټېكس ئې دوه فيصده دے٬ د ټېكسونو په اړه پنالټي زياته كړې شوې ده، د کمپلائنس په حواله وياډائريکټوريټ جوړولې كېږي او تېر كال هم يو نوے ډائريکټوريټ جوړ كړې شوې ٶ، نعيمه کشور خان ووئيل په هزارسي سي ګاډو ټيکس 4 زره نه زياتولو سره 20 زره كړې شوې دے، دا دې ختم كړے شي٬ په بلټ پروف ګاډو 18 فيصده ټيکس ختم كړے شوے دے، د كورني استعمال څيزونو او په پلاسټك په مصنوعاتو، ټرنکس او هائيجين څيزونو ټېكس دې زيات نه كړئ شي، په سټيشنري هم ټېكس لګول پكار نه دي، دغسې په غېر ملكي ډرامو ټېكس ختمول پكار دے٬ بزنس کلاس ټکټ په څېر په اکانومي کلاس ټکټ دې هم رعايتونه وركړې شي، تنخواه دار طبقې ته دې په ټېكسونو كښې ريليف وركړې شي۔ ،عمير نيازي ووئيل په بجټ تکنيکي نکات پورته كړې شوي خو د دې تکنيکي ځواب وركولو په ځائي سياسي موقف خپل كړې شوے دے۔ اسامه ميله ووئيل د ټېكس ډهانچه سمه نه ده، يو شمېر کمپنۍ كومې چې ګټه كوي خو ولې دوي ته د ټيکس استثنا وركړې شوې ده د دې په ځائ د ماشومانو په پيو او او سولر ټيکس لګولې كېږي، په نړيواله توګه د فيس ليس سينټر د پرېكړو په ضد اپيل كېدې شي خو ولې دلته به د مجوزه سينټر کارروائيچيلنج نه كړئ شي، د غيرمنافع بخش سماجي ادارو دې ډاډګيرنه وكړئ شي۔ شاهده اخترعلي ووئيل مډل او لوئيرمډل کلاس په ذهن كښې ساتلو سره متوازن بجټ جوړول پكار دي، تر 1800 سي سي ګاډو لپاره دې د ټوکن ټيکس موجوده كچه په ځائ وساتلې شي، اليکټرګ ګاډو چارجنګ لپاره دې ورومبې سټيشنز جوړ كړې شي په دې صورت كښې به دا پاليسي كاميابه شي۔ د ټيئر-I له مخې د 20 کروړه آمدن دكاندارانو ته ريليف وركړے شوے دے۔ شيرعلي ارباب ووئيل په فيډرل ايکسائز لسټ كښې يو شمېر خامۍ دي كومې چې سمولو ته اړتيا ده، د ټيکس وركوٶنكو حقونو لپاره هېڅ كار نه دې شوې٬ د سرچارج په حواله هم چارې درست كولو ته اړتيا ده٬ د ټيکس شرح زياتولو سره په محصولاتو كښې اضافه نشي كېدې ٬ د دې په ځائ دې کارګردګۍ كښې دې بهترۍ ته پام وكړئ شي۔ شاندانه ګلزار ووئيل په فنانس بل كښې سولر پينلز اوپه انرژۍ ټيکس كښې اضافه شوې ده، د دې په ځائ اولس په دې برېښنا قيمت ادا كوي كوم چې نه جوړېږي٬ په طبي آلاتو او مصنوعاتو دې ټېكس كم كړې شي۔ د ضرورت په بنيادي څيزونو ټېكس كښې ريليف وركول پكار دے۔ ډاکټر نثار ووئيل د كروندګرو استحصال پكار نه دے په آزادانه سکروټني کميټۍ كښې سوداګر، بزنس کميونټي او چيمبرز آف کامرس شاملول پكار دي٬ سپر ټيکس په بشپړه توګه ختمول پكار دي٬ د ټيکس د استثنا حد د 6 لکه نه زياتولو سره دې 12 لکه كړې شي۔ داوړ کنډي ووئيل د کسټمزايکټ له مخئ په سکروټني کميټۍ كښې د سوداګرو نمائنده شاملول پكار دي، په انکم ټيکس آرډيننس كښې د لائف انشورنس ميچورټي څخه وراندې د ټېكس لګولو تجويز دے دا تجويز بايد بېرته واخستې شي، فيس ليس شناخت دواړو ډلو لپاره پكار دے، يوټيوبرز او په سوشل ميډيا په ګټه كوونكو ټېكس نه دې لګول پكار۔ د کاربن ليوي موجوده كچه دې په ځائ وساتلې شي۔ رياض فتيانه ووئيل د قرضو بار دې نور زيات نه كړئ شي ٬ د غربت په شرح كښې كمي لپاره دې اقدامات وكړئ شي٬ په فوډ بايد ټيکس ختم كړې شي٬ د پټرول او ډيزل بيعه دې د جنګ نه وراندې كچې ته بېرته راوستلې شي۔ انجينئر حميد حسېن ووئيل د ترهګرۍ خاتمې لپاره دې اقدامات وكړئ شي۔ ګلګت بلتستان لپاره فنډز وركولو لپاره دې مستقل انتظام وكړئ شي او دې مقصد لپاره دې په اېن ايف سي كښې برخه مقرر كړې شي۔ بيرسټر ګوهرخان ووئيل د ټرائل په مهال د اثاثو فريز كولو اجازه وركول پكار نه ده، دې څخه به کاروبار او سرمايه کارۍ ته زيان ورسي٬ په آئيني توګه په سکروټني کميټۍ كښې غړي د ذمه وارۍ نه خلاص نشي ګرځولې كېدې، فيس ليس آډټ سينټر په قانوني او آئيني توګه پائيدار نه دي،د نړيوال معيار له مخې د انکم ټيکس د شرح دې تعين وكړئ شي٬ شهرام خان ترکئي ووئيل کاروبار لپاره ټيکسونو سره سره د جرمانو شرح هم زياته كړې شوې ده٬ په ټيکس رجيم كښې سرمايه کار، کاروباريان او سوداګرو لپاره ريليف نه دې وركړې شوې، كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې كاروبار لپاره تھريشولډ کم نه کم دې 5 لکه روپۍ كړې شي، ځائي صنعتونو ته دې معاونت وركړې شي۔ اسد قيصر ووئيل د پخوانۍ فاټا او پاټا د ټيکسونو د استثا موده دې زياته كړې شي٬ افغانستان سره تجارت په بشپړه توګه بند دے چې ورسره په فاټا او پاټا كښې روزګار ځپلې شوے دے، پخوانۍ فاټا او پاټا ته دې په اين ايف سي كښې 3ه فيصد حصه او تر 10 كالو كښې د زر اربه اضافي فنډز په لوظونو دې عملدرامد وكړئ شي٬عامر ډوګر ووئيل د نجكارۍ نه وروسته د پي آئي اے په څېر په هېواد كښې كار كوٶنكي ټول ايئرلائنز ته دې په ټيکس چھوټ وركړې شي









