اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران او امريکې ترمينځه د جنګ بندۍ په لوظنامه كښې د پاکستان ثالثي کردار تاريخي کاميابي ګرځولو سره وئيلي دی سوئټزرلينډ كښې د دې مهم بريك تھرو سره به نړيوال امن بحال شي،د هېواد حقيقي پرمختګ د څلورو واړو صوبو يو ډول پرمختګ سره تړلې دې۔ده د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ …
سوئټزرلينډ كښې يه بريك تھرو سره به نړيوال امن بحال شي، د هېواد حقيقي پرمختګ د څلورو واړو صوبو يو برابر پرمختګ سره تړلې دې۔د وزيراعظم شهباز شريف قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران او امريکې ترمينځه د جنګ بندۍ په لوظنامه كښې د پاکستان ثالثي کردار تاريخي کاميابي ګرځولو سره وئيلي دی سوئټزرلينډ كښې د دې مهم بريك تھرو سره به نړيوال امن بحال شي،د هېواد حقيقي پرمختګ د څلورو واړو صوبو يو ډول پرمختګ سره تړلې دې۔ده د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ما د اپوزيشن ليډر په وړاندې ځيني معروضات وړاندې كول غوښتل خو هغه دا مهال ايوان كښې نشته۔ده ووئيل نن يوه تاريخي ورځ ده،كله چې تيره ورځ برګن سټاك (سوئټزرلينډ) كښې د ايران او امريکې ترمينځه څو ورځي وړاندې شوي ايم او يو له د دواړو هېوادونو قيادت هلته راغلو په كوم چې پاکستان هم د ثالث په حیث لاس ليك كړې ؤ۔ الحمدالله پاکستان هلته د لوئ خلوص سره د دواړو هېوادونو ترمينځه فاصلو كمولو لپاره خپلي بشپړه هڅي كړې چې په نتيجه كښې ئې شپه ورځ د خبرو سلسله روانه وه۔ په آخر كښې سهار تقريبا درې بجے يوه شريكه اعلاميه جوړه شوه د كومي چې ټولو ډلو توثيق وكړو۔ ده ووئيل نن الحمدالله د لوے څښتن په فضل او كرم سره د امريکې او ايران ترمينځه نه يوازې جنګ بندي شوي بلكه راروانو 60 ورځو كښې به ټيکنيکل خبري هم كيږي چې پكښې به په مهمو چارو خبري كولې شي، مونږ هيله لرو چې ان شاء الله دا ايم او يو به په 60 ورځو كښې په يوه كوټلي لوظنامه كښې بدله شي چې ورسره به په نړۍ كښې امن راشي۔ وزيراعظم شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق مخاطب کولو سره ووئيل زه نن تاسو ته، د مخالفي ډلي مشر ته، په دې ايوان كښې موجود ټولو غړو او د پاكستان 24 کروړه اولس له مباركي وركوم، ځكه چې د دې جنګ بندۍ عمل كښې پاکستان چې كوم کردار ترسره كړې، هغه نه يوازې تاريخي بلكه د نړۍ نامتو ورځپاڼو، كه هغه واشنګټن پوسټ وي، فنانشل ټائمز وي يا نيويارك ټائمز، ټولو په خپل فرنټ پيج د پاکستان دا كردار په ځانګړې توګه ښكاره كړې۔ دلته موجود ټول غړي به د دې خبري توثيق کوي چې د پاکستان په اړه چې كومه مثبت بيانيه او عزت رامخې ته شوي، كه مونږ په اربونو روپۍ هم خرڅ كړو بيا هم دا مونږ نه شو ترلاسه كولې۔ ما غوښتل چې د مخالفي ډلي مشر په وړاندې دا خبري وكړم۔ په ډيره خوشحالۍ سره دا خبره كول غواړم چې الحمدالله د ايران صدر او زما ورور ډاکټر مسعود پزيشکيان پاکستان ته راځي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل اپوزيشن ليډر وئيلي’’شهباز شريف چې هغه ورځ كوم تقرير کړې، په هغې كښې مزه نه وه ‘‘ او هغه دلته ميزونو ډبولو په ځائې هم خبره كړي۔ ما كه ميز ډبولې نو هغه جذبو سره مو ډبولو چې نن پاکستان كښې يووالي او د صوبو ترمينځه ههمغږي پيدا كيږي او پاکستان ته چې كوم عزت ترلاسه دے هغه د لوے څښتن په فضل دے د مونږ چې څومره هم شكر ادا كړې شوي كم دے۔ ما په هغه جذباتي انداز كښې په دې اړه خبره كړې، تر څو چې په بلوچستان د وسائلو خرڅ كولو تعلق دے نو تاسو زما د تقرير ريکارډ راوېستلو سره اوګورۍ، ما وئيلي ؤ چې څلورو واړو صوبو اين ايف سي ايوارډ كښې والنټيرلي د بلوچستان وسائلو برخه 100 فيصده زياته كړي۔ څلورو واړو صوبو په خوشحالۍ پريكړه كړې او مونږ په دې خوشحاله يو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل اپوزيشن ليډر چې نن كومه خبره كوي هغه د حقائقو په ضد ده۔ ما عمر له وئيلي چې كه يوازې پنجاب ترقي کوي نو هغه د پاکستان ترقي نه ده، كه يوازې صوبه سندھ ترقي کوي نو هغه هم د پاكستان ترقي نه ده۔ تر څو چې څلور واړو صوبے يو برابر ترقي نه وي كړې هغې ته د پاكستان ترقي نشي وئيلي كيدے۔ ما بيا بيا دا خبره كړي، خو نن هغې له مختلف رنګ وركړې شوې په كوم چې زه افسوس لرم٬ بهرحال دا د هغه خپل ذهني اختراع دے۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د 2018ء ټاكنو پلټني دې وكړې شي،آيا هغه ټاكنو كښې بشپړه جادوګري نه وه شوي ؟ آيا بيلټ باکس نه وو ډك شوي ؟ آيا وګړي اسلام آباد ته نه وو راوستلې شوي او دهړكې نه وي وركړې شوي؟ د 2018ء ټاكني دې وكتلې شي، كه هغه قانوني او آئيني حکومت ؤ نو بيا دا هم يو جائز او قانوني حکومت دے، كه هغوي د پلټنو ډير شوق لري نو بيا دې د 2018ء څخه پيل وكړې شي، هغې نه پس به مونږ د 2024ء د ټاكنو پلټني هم وكړو٫ راځۍ چې نن د ايران صدر بشپړ او لوي هركلي له تيارۍ وكړو، نه چې په نننۍ ورځ په دغه شخړو خبري وكړو۔










