وزیراعظم نواز شریف آئي ټي وزارت څخه د ټولو اړوند ادارو د څلور كلنه كاركردګۍ راپور وغوښتلو

اسلام آباد 03 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزارت څخه د ټولو اړوند ادارو د څلور كلنه كاركردګۍ راپور وغوښتلے٬ د كرپشن نه پاكې ادارې جوړولو لپاره د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې ټي آئي پي په زمكو د قبضه مافيا او د كرپشن كوٶنكو په ضد كاروائۍ روانې دي۔ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت ووئيل چې د وزیراعظم لخوا د راپور غوښتلو نه …

اسلام آباد 03 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزارت څخه د ټولو اړوند ادارو د څلور كلنه كاركردګۍ راپور وغوښتلے٬ د كرپشن نه پاكې ادارې جوړولو لپاره د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې ټي آئي پي په زمكو د قبضه مافيا او د كرپشن كوٶنكو په ضد كاروائۍ روانې دي۔ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت ووئيل چې د وزیراعظم لخوا د راپور غوښتلو نه وړاندې هر كال په باقاعدګۍ سره دوي ته راپور لېږلې كېږي۔ د وزیراعظم لخوا د كاركردګۍ راپور غوښتلو په پوښه ده ووئيل آئي ټي وزارت په دې لړ كښې تفصيلي راپور وزيراعظم ته لېږلے دے٬ دا كار د اېډمېسټرېشن يو او ھغوي هر كال راپور جوړوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې ټي آئي پي په زمكو د قبضه مافيا او د كرپشن كوٶنكو كوٶنكو افسرانو كېسونه نېب ته لېږلې شوې دي او ځينو افسرانو په دې لړ كښې د كاروائۍ په ضد عدالت سره مراجعه كړې ده ۔۔ده ووئيل د آئي ټي دوهمه وزيره انوشه رحمن د کرپشن كوٶنكو ډېره خلاف ده او په دې لړ كښې ھغه هېڅ ډول سودا نه كوي او پلټنې كولو سره ككړ كسان د چوكۍ نه تر اخوا كولو په قلاره نه كېښني ۔ده ووئيل وزارت په تېرو څلور كالو كښې د آئي ټي ودې لپاره د اربونو روپو منصوبې بشپړ كړې دي او ځني اوس هم جاري دي۔