وزيراعظم محمد نواز شريف به د اولس مشر امام علي رحمانوف پھ بلنه د جولائي په پنځمه او شپږمه نېټه د تاجكستان دوره كوي٬د اعلٰی كچې يو پلاوې به هم وزيراعظم سره وي

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف به د اولس مشر امام علي رحمانوف پھ بلنه د جولائي په پنځمه او شپږمه نېټه د تاجكستان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان ترمخه د لوړی كچی يو پلاوې به هم وزيراعظم سره وي۔پاكستان او تاجكستان يو بل سره نزدې او په مرسته اډانه اړيكې لري۔دواړه هېوادونه سيمه …

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف به د اولس مشر امام علي رحمانوف پھ بلنه د جولائي په پنځمه او شپږمه نېټه د تاجكستان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان ترمخه د لوړی كچی يو پلاوې به هم وزيراعظم سره وي۔پاكستان او تاجكستان يو بل سره نزدې او په مرسته اډانه اړيكې لري۔دواړه هېوادونه سيمه كښې امن استحكام او پرمختګ لپاره يو ډول سوچ لري او د نړيوالو او سيمه ايزو چارو په اړه د دواړو دريځ يو ډول دې۔پاكستان په هغه هېوادونو كښې دې چا چې د تاجكستان آزادي منلو سره دوي سره خپلې سفارتي اړيكې جوړی كړې او په دوشنبه كښې يې خپل ريزيډنټ مشن پرانستلو۔د وزيراعظم د تاجكستان دوره ګاونډي او د سيمې هېوادونو سره د پاكستان د مضبوطو اړيكو او د سيمې ايزې رابطو ته وده وركولو له د پاكستان د وژن عكاسي كوي۔پھ دوشنبه كښې به د دواړو هېوادونو مشران د تجارت سرمايه كارۍ توان مرستې او د سيمه ايزو رابطو پشمول په دوه اړخيزه اړيكو او اقتصادي مرسته د خيالاتو څرګندونه كوي۔د دې دورې پھ مهال به سيمه ايز يو والي له يوه د ګډې اعلاميه هم لاس ليك كولې شي۔تاجكستان كاسا 1000 د غړو هېوادونو افغانستان٬كرغزستان٬ پاكستان او تاجكستان څلور اړخيزه د مشرانو غونډې مشري كوي۔د دې منصوبې مقصد توان٬راهداري او د تاجكستان او پاكستان ترمينځه د رابطو په ځاې كول دي۔پاكستان او افغانستان ته به تاجكستان او ازبكستان كښې پېدا كېدونكې برېښنا وركولې شي