اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د پاكستان او امريكې ترمينځه غوره او فوي همكاري د سيمې او د سيمې څخه بهر په پیښو بېلو چېلنجونو قابو موندلو له ضروري ده۔ده دا خبره د امريكې سېنېټ پنځه كسيز پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د سناتور جان مكين پھ مشرۍ كښې د ګل په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔پلاوي كښې سناتور لنډزے …
د پاكستان او امريكې ترمينځه غوره او قوي همكاري سيمې له او بهر په پیښو بېلو چېلنجونو قابو موندلو له ضروري ده
اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د پاكستان او امريكې ترمينځه غوره او فوي همكاري د سيمې او د سيمې څخه بهر په پیښو بېلو چېلنجونو قابو موندلو له ضروري ده۔ده دا خبره د امريكې سېنېټ پنځه كسيز پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د سناتور جان مكين پھ مشرۍ كښې د ګل په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔پلاوي كښې سناتور لنډزے ګراهم(ريپبلكن)الزبت وارن(ډيموكرېټك)شيلډن وائټ هاؤس(ډيموكرېټك او ډيوډ (ريپبلكن شامل وو۔د وزيراعظم مرسته د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار او خارجه چارو لپاره د وزيراعظم صلاحكار سرتاج عزيز او د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه او نورو چارواكو كوله۔وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د اوږدې مودې او ستراتېژېكي ملګري په حېث د پاكستان او امريكې ترمينځه غوره او مضبوطه همكاري سيمې ته پھ پیښو چېلنجونو قابو موندلو له ضروري ده۔وزيراعظم پلاوې په ترهه ګرۍ قابو موندلو له د تېرو څلورو كلونو په مهال د خپل حكومت د هڅو نھ خبر كړو۔ده ووئيل په پاكستان كښې د امنيت غوره وضعه په دې لړ كښې ترلاسه شويو كاميابيو د لارې ممكنه شوي۔ وزيراعظم د پاكستان د اقتصادي وضعې د ښه والې هم ذكر وكړو۔د كومې څرګندونه چې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره د زياتېدونكې خوښېې او باور نه كېږي ۔وزيراعظم افغانستان او هند سره اړيكو ښه كولو له په بېلو ګامونو هم رڼا واچوله او ګاونډيانو هېوادنو سره په اړيكو ساتلو له ئې د خپل حكومت د عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم افغانسنان كښې امن او استحكام لپاره د روانو ټولو هڅو ملاتړ كولو له د پاكستان د عزم هم پخلې وكړو۔ده ووئيل پاكستان د افغانستان پخپل مشرتابه كښې او د افغان وګړو د لارې د امن عمل مرسته كوي ۔وزيراعظم افغانستان كښې امن لپاره د امريكې افغانستان او پاكستان ترمينځه د مضبوطې همكارۍ په حاجت زور راوړو۔پھ دې لړ كښې ده د افغان مفاهمتي عمل په اړه آسانې وركولو له څلور اړخيزه كورآرډينېشن ګروپ كيو سي جي مكنزم باندې هم زور راوړو۔د مقبوضه كشمير پھ اړه وزيراعظم په بې ګناه كشميريانو د روانو ظلمونو او د بشري حقونو په لويه كچه پھ خلاف ورزيو هم د تشويش څرګندونه وكړه۔ده د كشمير كاز اهميت رامخې ته كولو سره پھ نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه په امريكا زور راوړلې شو چې هغوي د كشميري اولس ستونزو لرې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔وزيراعظم نواز شريف سره په خپلو خبرو كښې سناتور جان مكين ووئيل په سيمه كښې امن او استحكام له د پاكستان او امريكې ترمينځه پرله پسې نزدې مرسته ډېره ضروري ده۔ده ووئيل امريكا پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬پاكستان د امريكا نزدې ملګرې او اتحادي دے۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ او كردار او ترلاسه شوې كاميابۍ وستائېلې۔ده پاكستان كښې د اقتصادي بحالۍ هم ستائنه وكړه او دوه اړخيزه ګټې له ئې د تجارتي او سرمايه كارۍ مرستې پھ اهميت زور راوړو











