د پاك چائنه اقتصادي كورېډور تاريخي موقعو څخه ګټھ پورته كولو له به د پي اېس ډي پي تر سيوري لاندې لويې رقم بېلولې شي۔د خزانې وزارت

اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي)د راروان مالي كال 17-2016 سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو سره به هېواد كښې د پرمختګ او خوشحالۍ يو نوې دور پېل شي۔د سماجي او بشري پرمختګ منصوبو٬د اوبو٬د توان او خوراك په څانګو كښې سرمايه كارۍ سره به د اولس ژوند كښې ښه والې رامخې ته شي۔د جمعې پھ ورځ د خزانې وزارت ذريعو ووئيل چې د پاك چائنه اقتصادي كورېډور تاريخي موقعو څخه ګټھ پورته كولو له به د پي اېس ډي پي تر سيوري لاندې لويې رقم بېلولې شي۔د كورېډور لوېديزې برخې سره اړوند منصوبې په خپل وخت ترسره كولو له وړاندېز راكړی شوې دغسې چې د اقتصادي پرمختګ ګټې اولس ته زر تر زره ورسي۔د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ څخه به د هېواد ټولې صوبې مستفيد شي او بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او فاټا ته به په خاص توګه د دې څخه ګټھ ورسي