افغان چارواكو د لوئ آختر په موقع 935 بنديوان خوشي كړل

كابل 08 جولائي (اے پي پي) افغان چارواكو د لوئ آختر په موقع 935 بنديوان خوشي كړې دي۔د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان عبوري حكومت چيف وياند ذبيح الله مجاهد د جمعې په ورځ په سوشل ميډيا د افغانستان سپريم ليډر هيبت الله اخونزاده او سپريم كورټ په احكامات د لوئ آختر په موقع 935 بنديوان خوشي كړې دي۔ده ووئيل د افغانستان په 34 صوبو كښې د زندانونو څخه معمولي جرمونو كښې ككړ بنديوان خوشي كړې شوې دي۔ افغانستان كښې به لوئ آختر د 9 نه تر 11جولائي لمانځلې شي۔