پراويډينس 08 جولائي (اے پي پي) وېسټ انډيز په دريم او آخري ټي 20 ميچ كښې بنګله ديش له په 5 وكټو سره ماتې وركولو سره سيريز كښې 0-2 سره كاميابي ترلاسه كړې ده۔ پراويډينس سټيډيم، ګيانا كښې شوې ميچ كښې بنګله ديش اول بيټنګ كولو سره مقرره 20 اوورز كښې د 5 وكټو په نقصان 163 رنز جوړو كړې، عفيف حسين 50 او لټن داس 49 رنز جوړولو سره د ټولو وړاندې ؤ۔ وېسټ انډيز هيډن واش دوه وكټي ترلاسه كړي۔وېسټ انډيز مطلوبه هدف 18.2 اوورز كښې د 5 وكټو په نقصان ترلاسه كړې۔ كپتان نكلوس پوران طوفاني بيټنګ كولو سره په 39 بالونو د 5 چھكو په مرسته 74 رنز جوړ كړې دي، كائل ميئرز 55 رنز سره په دويم لمبر ؤ۔نكلوس پوران د ميچ ښه لوبغاړې ګرځولې شوې۔