سېئول 03 جولائي (اے پي پي) په سوئيلي كوريا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 10059 نوي كېسټونه رپورټ شوي دي او د دې نه پس په هېواد كښې د ځپليو ټوله شمېره يو كروړ 83 لكه 9 زره 611 ته رسېدلې ده. د چينائي مېډيا له مخې د سوئيلي كوريا چارواكو وئيلي دي څې په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 24 زره 537 ته رسېدلې ده.