تهران 02 جولائي (اے پي پي) په اېران كښې د 6.1 شدت په زلزله كښې 3 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي. د اېران خبر رسنې ادارې له مخې د خالي په سهار په سوئيلي هرمزګان ولايت كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي. په زلزله كښې ګڼ شمېر كورونه تباه شوي دي او په نتيجه كښې ئې درې كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي. په رېكټر …
په اېران كښې د 6.1 شدت په زلزله كښې 3 كسان مړه او 19 ژوبل شوي
تهران 02 جولائي (اے پي پي) په اېران كښې د 6.1 شدت په زلزله كښې 3 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي. د اېران خبر رسنې ادارې له مخې د خالي په سهار په سوئيلي هرمزګان ولايت كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي. په زلزله كښې ګڼ شمېر كورونه تباه شوي دي او په نتيجه كښې ئې درې كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.1 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې مركز د بندر خمير په ساحلي ښار كښې و. په زلزله ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې روانې دي.











