مكة المكرمه 01 جولائي (اے پي پي) د 60 زره پاكستانيانو پشمول ګردې نړۍ څخه د لكهونو په شمېر حج كوونكو په مسجد الحرام كښې د جمعې مونځ ادا كړے٬ په دې موقع د پاكستان حج كوٶنكې د ګڼې او ګرمۍ نه ساتلو لپاره د پاكستان حج مشن خاص اقدامات كړي۔ د ډي جي ابرار احمد مرزا ٬ په مكه كښې د حج ډائريكټر ساجد منظور اسدي او د نورو لوړو پورو په سرپرستۍ كښې حج معاونينو او سيزنل عملې په دې لړ كښې خدمات ترسره كړي او حاجيان سهار لس بجې د شټل سروس د لارې مسجد الحرام ته رسولې شوي او د جمعې مونځ نه پس خپلو ودانيو ته بېرته د رسولو نګراني شوې ده