په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس په كېسونو كښې اضافه روانه ده. ډبليو اېچ او

جنېوا 01 جولائي (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې ﴿ډبليو اېچ او﴾ وئيلي دي چې يو ځل بيا په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس په كېسونو كښې اضافه روانه ده. د المان خبر رسنې ادارې له مخې د تېرې يوې اونۍ په مهال په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس د 40 لكو نه زيات كېسونه رامېنځ ته شوې دي او د دې نه پس په كېسونو كښې د 18 فيصده اضافه ده. د روغتيا نړيوالې ادارې له مخې د كورونا وائرس تر ټولو زيات كېسونه 47 فيصد اضافې سره په مېنځني ختيځ كښې رپورټ شوي دي. په اروپا كښې د كورونا كېسونو په شرح كښې 32 فيصد او په امريكا كښې 14 فيصده اضافه شوې ده. ډبليو اېچ او وئيلي دي چې د كورونا وائرس وبا په شدت كښې كمي راځي خو لا مكمل نه ده ختم شوې.