د يوكرېن په اوډيسا سيمه كښې د روسيې په مېزائل بريد كښې 17 كسان مړه او 30 ژوبل شوي

كېف 01 جولائي (اے پي پي) د يوكرېن په اوډيسا سيمه كښې د روسيې په مېزائل بريد كښې 17 كسان مړه او 30 ژوبل شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د اوډيسا د پوځي انتظاميې وياند سېرګئي براټچك وئيلي دي چې دا مېزائل بريد د جمعې په سهار د بحيره اسود څخه د الوتكې د لارې شوې. په بريد كښې 9 منزله ودانې او يو تفريحي مركز په نښه كړې شوې او په نتيجه كښې ئې د يو ماشوم پشمول 17 كسان مړه او 30 ژوبل شوي دي. د پوځي انتظاميې وياند وګړو ته هدايت كړے چې د رېكسيو آپرېشن په اړه دې معلومات آن لائن نه پوسټ كوي